ایکنانیوز د خلیج ۳۶۵ له قوله راپور راکړ، د نیوی سیرت او اسلامی تمدن نړیوال نندارتون او میوزیم ، په نړۍ کې د هغه مصنوعي هوش د لومړنی شخصیّت د رامینځةکیدا خبر ورکړی چې نبوي سیرت او د اسلامی تمدن حالات روایتوي.
د اسلامی نړۍ د تعلیمي،علمي او کلتوري موسیسې (آیسسکو) چې د مراکش په پلازمینې رباط کې د نبوي سیرت د نندارتون او میوزیم کوربه دی،پخپل رسمي وبسایټ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي، د نندارتون په مختلفو برخو کې غوره بدلونونه رامینځةشوي او په هغو کې د بشریر د وړاندې کولو بدلون شامل دی چې په نړۍ کې د مصنوعي ذهانت لومړنی شخصیّت دی چې نبوي سیرت روایتوي .
د آیسسکو په اعلامیې کې راغلي دي؛ دغه مجازي شخصیّت تخنیکی وړتیاوې لري او مختلفو دانش نامو ته لاس رسی لري.؛ بشیر؛ له لیدونکو سره تعامل لري او د پیغمبر اکرم (ص) د سیرت په باب دهغوي ټولو پوښتنو ته ځواب ځواب ورکوي. دا د کتونکو لپاره د مصنوعي ذهانت او ډيجیټل زمانې کې د ځانګړي معنویټ یو تجربه کار شخصیّت برابروي.
د نبوي سیرت او اسلامی تمدن نړیوال نندارتون او میوزیم د ۲۰۲۲کال په نومبر کې په رباط کې د آیسسکو په مرکز کې افتتاح شو او خپل هدف ئې د نبوي سنت او مینځ لاریتوب باندې په ټينګار سره د اسلام معرفي کول اعلان کړی دی.